د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل مراسم نن «پنجشنبه، د وري ۵مه» د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت له لوري ترسره شول.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې د خپلو اولادونو د سالمې زدهکړې او روزنې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
نوموړي همداراز ښوونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپل مسلک یوازې دندې په توګه ونه ګڼي، بلکې دا یو لوی اسلامي مسولیت وبولي.
همدارنګه د چارو ادارې لوی رییس شیخ نور الحق انور وویل، کومو هېوادونو او نظامونو چې ښوونې او روزنې ته پام کړی، ښې پایلي یې تر لاسه کړي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تېرو تجربو ته په کتو دې برخه کې تقصیر نه کوي.
شیخ نور الحق انور وویل، چې ښوونیز نصاب مهم دی او باید په سطحي نظر ورته ونه کتل شي او د اړتیاوو له مخې ترتیب شي.
ښاغلي انور زیاته کړه، د تېرې ادارې ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و او هېڅ اړتیا یې نه پوره کوله.
د چارو ادارې عمومي رییس دغه راز وویل، پر نوي ښوونیز نصاب کار روان دی او هڅه کېږي چې د اړتیاوو پر اساس ترتیب شي.
همداراز، د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیراحمد حقاني په دې مراسمو کې وویل، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ښوونې او روزنې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی.
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغتالله وصیل وویل، په تېرو دوو لمریزو کلونو کې شاوخوا یو میلیون نوي زدهکوونکي د هېواد په ښوونځیو او مدرسو کې شامل شوي دي.

