ټولګټو وزارت مسولين وایي، تېره اوونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټليو له لارې ۱۶۹ زره او ۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸ زره او ۸۶ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۸ زره او ۵۳۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰ زره او ۹۰۱ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۲۲ زره او ۴۷ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۱۸۳ زره او ۱۸۷ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
همدارنګه د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي؛ تېره اوونۍ کې یو زره او ۲۶۲ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د یاد وزارت د مسولينو په وینا؛ هر څومره، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید لوړېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هوارېږي.

