ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بشري حقونو څار بنسټ: د امید پر کمپ د پاکستان هوایي برید جنګي جنایت دی

د بشر حقونو څار بنسټ کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز «امید» د پاکستان پوځي رژیم هوایي برید غیرې قانوني او جنګي جنایت بللی دی.

د دې بنسټ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې مرکز څخه د نظامي ګټې اخیستنې هېڅ شواهد شتون نه لري، نو له همدې امله دغه برید د جګړې له قوانینو څخه سرغړونه بللی کېدای شي.

د بشر حقونو څار بنسټ له پاکستانه غوښتي، چې په دې هکله سمدستي او بې‌پرې څېړنې وکړي او عاملین یې حساب ته راکش کړي.