د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، په هرات ولایت کې د ګلبهار سیمنټو تولیدي کارخونې د بنسټ ډبره کېښوده.
ملا عبدالغني برادر اخوند په دې مراسمو کې د هېواد د ځانبسیاینې برخه کې د دې کارخونې اقتصادي اهمیت ته په اشاره ویلي، چې د دې کارخونې د فعالیت له پیل سره به پر وارداتي سیمنټو تکیه راکمه او ساختماني چارې به پراختیا ومومي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له امله غني هېواد دی او د افغانستان اسلامي امارت د شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي، څو د هېواد اقتصادي زېربناوې ورغوي.
د ریاستالوزرا اقتصاد مرستیال ویلي: «د معاصرو اقتصادي اړیکو له نظره، موږ د خپل هېواد سیاسي او اقتصادي جغرافیې ته د اقتصادي او سوداګریزې دروازې په سترګه ګورو؛ جغرافیوي سرحدونه مو د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په مرکزونو بدل کړي دي؛ د سرحدي خطرونو کچه مو صفر ته راټیټه کړې ده، هېڅ وخت مو هڅه نه ده کړې چې سوداګري له سیاسي مسایلو سره وتړو؛ تل هڅه کوو چې د مناسبې اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو ته دوام ورکړو.»
نوموړي زیاته کړې، د پانګوالو د ملاتړ په موخه مالیاتي تخفیفونه، معافیتونه او نور اړین تسهیلات رامنځته شوي او اسلامي امارت لا ډېره هڅه کوي، چې د مالي او بانکي محدودیتونو اغېزې راکمې او شته ستونزو ته مناسبې حل لارې پيدا کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي: «افغانان واحد ملت دی؛ درد، غم او خوشحالۍ یې سره شریکې دي؛ دلته هېڅوک له یو او بل بېل نه دي. ولس مو هوښیار دی او له ترخو تجربو یې زده کړه کړې ده. له یوې خوا د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولې جغرافیې اوسنی ارام وضعیت ساتلی شي او له بل لوري زموږ ولس هم نور شر اچوونکو کړیو ته په خپله خاوره کې اجازه نه ورکوي.»
نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې افغانان یو واحد ملت دی او نور به خپله خاوره کې « شر اچوونکو کړیو» ته اجازه نه ورکوي.
په پای کې نوموړي له اړوندو مسوولینو او د کارخونو له تخنیکي ټیم غوښتي، چې د کارخونو د جوړېدو چارې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.

