ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په هرات کې د سویل‌لویدیځ زون په کچه د خوراکي توکو او درملو معیاري لابراتوار پرانیستل شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د سویل‌لویدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې یو شمېر غړو هم ګډون کړی و.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې لومړني ګامونه اخیستي او اړتیا ده چې محصولات او خدمات د ملي او نړیوالو معیارونو له مخې وړاندې شي او د وارداتي توکو لپاره ټاکل شوي معیارونه په سمه توګه رعایت شي.

نوموړي د معیاري لابراتوارونو فعالیت د محصولاتو د کیفیت او اعتبار د تضمین لپاره مهم وباله او ویې ویل، چې له دې وروسته به د ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو کیفیت او اعتبار په دغه لابراتوار کې ارزول کېږي.

د اقتصادي مرستیال په وینا، د یاد لابراتوار په فعالېدو سره به د بې‌کیفیته، تقلبي او غیرې معیاري توکو د واردېدو مخنیوی وشي. دغه لابراتوار به د وارداتي توکو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو د کیفیت په تثبیت او د صادراتو په پراختیا کې هم رول ولري.

ملا عبدالغني برادر اخوند له سوداګرو وغوښتل چې د شخصي ګټې لپاره افغانستان ته بې‌کیفیته، غیرې معیاري او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکي توکي وارد نه کړي او ټینګار یې وکړ چې د معیارونو خلاف وارد شوي توکي به مسترد او د واردولو اجازه به یې ورنه کړل شي.

نوموړي پر کورنیو تولیدونکو شرکتونو او کارخونو هم غږ وکړ چې د خپلو تولیداتو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي، څو افغان محصولات په نړیوالو بازارونو کې د سیالۍ وړتیا او اعتبار ترلاسه کړي.