ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان؛ د هند سمندر ته د روسیې د وړاندیز شوې رېل‌پټلۍ په مسیر کې مهمه کړۍ

روسیه د داسې یوه رېل پټلۍ دهلېز د جوړولو د طرحې پر ارزونې بوخته ده چې له ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان څخه تېرېږي او هند ته د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابروي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال مارات خوسنولین له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې غواړي چې د باسفورس او هرمز تنګي اړوند خطرونو د کمولو په موخه د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان اوسپنۍ پټلۍ له لارې د هند سمندر سره ونښلول شي.

نوموړي زیاته کړې، د یادې رېل پټلۍ د مسیر په اړه باید جدي څېړنه وشي او هند ته د لاسرسي په موخه هره عملي لاره د غور وړ ده.

مارات خوسنولین ویلي، د باسفورس او هرمز تنګیو اړوند احتمالي خطرونه ښايي د سوداګرۍ لپاره د بدیلو ځمکنیو لارو اړتیا زیاته کړي.

د روسي چارواکي په وینا، هغه مسیر چې له ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان څخه تېرېږي، کولای شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د منځنۍ اسیا، ایران، پاکستان او هند سمندر ترمنځ د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د دې احتمالي دهلېز لپاره مهمه کړۍ بلل کېږي. د دغه مسیر په عملي کېدو سره به افغانستان د سیمې د لویو سوداګریزو او ترانزیټي لارو په یوه مهمه نقطه بدل شي.

روسیه داسې مهال د بدیلو ځمکنیو سوداګریزو لارو د پراختیا هڅې کوي چې د هرمز تنګي په ګډون د ځینو مهمو سمندري مسیرونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.