ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان دفاعي ځواکونو له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې نیولي

دفاع وزارت وايي، د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو له لوري د کشفي راپورونو پر بنسټ، د ختیځ زون په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې چې یو شمېر یې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه قاچاق کېدې نیول شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ په نیول شویو وسلو کې پیکاوې، کلاشینکوفونه، ام ۱۶، تومانچې، هاوان، اګایس، درازکوف او زرګونه فیره مهمات او پوځي تجهیزات شامل دي.

دفاع وزارت همداراز ویلي، افغان دفاعي ځواکونه هېچاته اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې تخریبي کړنې ترسره کړي.

دفاع وزارت په وینا؛ دغه وسلې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه افغانستان ته د ورانکارو فعالیتونو په موخه انتقالېدلې.