ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خلیفه سراج الدین حقاني په منځګړیتوب یوه سل کلنه دښمني پای ته ورسېده

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په منځګړیتوب د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ او د خوست د سپېرې ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ له سلو کلونو زیاته اوږده دښمني پای ته ورسېده او دواړو لوریو د سولې او جوړجاړي پرېکړه ومنله.

د معلوماتو له مخې، د دواړو قومونو ترمنځ د غرونو او ځمکو پر سر په دې اوږده شخړه کې له دواړو خواوو څخه تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني د دغو قومونو په غوښتنه د ولسي او قومي مشر په توګه د شخړې د هواري په بهیر کې ونډه واخیسته. دواړو لورو نوموړي ته په سیمه‌ییز عرف کې د «توی‌وړي واک» په نوم بشپړ واک ورکړ، څو د شخړې د پای ته رسولو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د موضوع د هر اړخیزې ارزونې لپاره د خلیفه سراج‌الدین حقاني په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوه، څو د دعوې موضوع له شرعي، حقوقي، کلتوري او عرفي اړخونو وڅېړي. نوموړي د یادې کمېټې له غړو سره یوځای د دعوه‌ګیرې سیمې غرونه او درې له نږدې وکتل او د خړسر، زمبر وټي، کیښوم درې او نورو سیمو جغرافیایي موقعیتونه او مساحتونه یې وارزول.

د وروستۍ پرېکړې تر اعلان وړاندې د دواړو قومونو له استازو سره بیا جلا ناستې ترسره شوې او هغوی یو ځل بیا خپل ورکړی واک تایید کړ. د دواړو لورو له تایید وروسته د شخړې د هواري لپاره وروستۍ پرېکړه چمتو شوه.

د پرېکړې د اعلان په مراسمو کې د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو یو شمېر چارواکو، د ځینو ولسوالیو ولسوالانو، د بېلابېلو قومونو علماوو، قومي مشرانو او مخورو او د کوچیانو قومي استازو ګډون کړی و.

په مراسمو کې ویناوالو د سولې او جوړجاړي پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اوږدمهاله شخړو پای ته رسول نه یوازې د انسانانو د ژوند د ژغورنې لامل کېږي، بلکې د ټولنې په کچه د مینې، یووالي او متقابل باور د پیاوړتیا زمینه هم برابروي.

وروسته د خلیفه سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د ټاکل شوې کمېټې له لوري چمتو شوې پرېکړه د قاضي نورالله له خوا د دواړو قومونو استازو ته واورول شوه. دواړو لورو پرېکړه په غور واورېده او له اعلان وروسته یې د شخړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت په اړه خوښي څرګنده کړه.

په پای کې د دواړو قومونو له استازو سره جلا جلا ناستې وشوې او د پرېکړې د جزیاتو په اړه لازم وضاحتونه ورکړل شول.

همداراز، د پرېکړې د عملي کولو او د سیمو د تثبیت لپاره یوه بله کمېټه هم وټاکل شوه، چې د دواړو قومونو د استازو په حضور کې به په غرونو کې د شخړې اړوندې سیمې او حدود مشخصوي، څو د دواړو قومونو ترمنځ له اوږدې دښمنۍ وروسته د عادي، سوله‌ییز او بې‌دښمنۍ ژوند زمینه برابره شي.