ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

احمد الشرع جرمني او برېتانیا ته سفر کوي

ټاکل شوې ده، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د سوریې ولسمشر احمد الشرع جرمني او برېتانیا ته سفر وکړي، چې دا به واک ته له رسېدو وروسته دغو دوو هېوادونو ته د نوموړي لومړی سفر وي.

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې ټاکل شوې ياد سفر به د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې تر سره شي.

د راپور له مخې، ښاغلی الشرع به د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.