ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د WFP له رییس سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له رییس جان ایلیف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د خوړو نړیوال پروګرام رییس په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او د خپلو پروژو او فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له همکاریو مننه کوي او هڅه کوي چې په لرې پرتو سیمو کې بنسټیزې پروژې پلې کړي، څو خلک ترې په اړینو وختونو کې ګټه پورته کړي.

بل لور ته، ملا عبداللطیف منصور د WFP رییس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په تېر کال کې له یاد وزارت سره په همغږۍ د ګڼو پروژو د پلي کېدو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې وزارت به له یاد پروګرام سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړه چې د هېواد لرې پرتې سیمې لا ډېرو بنسټیزو کارونو ته اړتیا لري او باید د دغو سیمو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.

ملا عبداللطیف منصور همداراز وویل، چې پروژې باید معیاري وي او محرومو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.