د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې تېر کال یې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو او اسان خدمت د ۸۴ مرکزونو له لارې دوه میلیونه او ۲۸ زره او ۷۹ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې چې یو میلیون او ۵۲۹ زره او ۲۴۴ یې نارینه او ۴۹۸ زره او ۸۳۵ د ښځینهوو پېژندپاڼې دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې تر ټولو زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې (۵۰۰ زره او ۴۵۶) په کابل ولایت کې وېشل شوې او تر کابل وروسته، هرات د ۲۴۶ زره او ۶۴، کندهار د ۱۳۲ زره او ۳۵۶، ننګرهار د ۱۱۹ زره او ۱۸۳ او بلخ د ۱۰۴ زره او ۲۹۲ پېژندپاڼو په وېشلو هغه ولایتونه دي چې هېوادوالو ته یې زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د یادولو وړ ده، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل تراوسه ۱۷ میلیونه او ۴۸۷ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

