د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وايي، چې د تورخم دروازه د راستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوه.
نوموړي زیاته کړې؛ د تورخم عمري کمپ کې د ټولو کمېټو کارکوونکي چمتو دي چې راستنېدونکو افغانانو لپاره غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

