ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګرو ملتونو په عربي هېوادونو کې د سختې بېوزلۍ خبرداری ورکړی

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د امریکا او اسراییلو له لوري د ایران پر وړاندې جګړې، په عربي هېوادونو پراخ او ویجاړونکي اغېز کړی او ښايي میلیونونه کسان له بېوزلۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د تازه راپور له مخې، په سیمه کې د یوې میاشتې جګړې وروسته ناخالص کورنی تولید د ۳.۷ څخه تر ۶ سلنې پورې راکم شوی؛ دا هغه کچه ده چې ارزښت یې د ۱۲۰ څخه تر ۱۹۴ میلیارده ډالرو پورې اټکل شوی دی.

دغه نړیوال بنسټ ټینګار کړی چې د جګړې دوام کولای شي، په ټول منځني ختیځ کې لا سخت اقتصادي او بشري زیانونه رامنځته کړي.