د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې په ۱۴۰۴ کال کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲۸ زره او ۴۷۴ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
یادې ادارې زیاته کړې، چې ثبت شوي ارقام ښیي د تېر کال په جریان کې د ۷۲۸ ښځینهوو په ګډون ۱۶ زره او ۲۷۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۵۸ ښځینهوو په ګډون، ۱۲ زره او ۱۹۸ نور له هېواده وتلي دي.
له بلې خوا ثبت شويو ارقامو ته په کتو، ۱۶ زره او ۹۰ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۸۲ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې دوه زره او ۳۶۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې، ۱۱۵ تنه د زدهکړو او تحصیل او پاتې ۱۳ زره او ۷۹۲ نور یې د کار په موخه راغلي دي.
دغهراز د یادې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر ۱۰ زره او ۴۵۰ بهرني وګړي د نیمروز له بندر، ورپسې درې زره او ۶۴۸ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر، ۸۳۲ تنه د فاریاب آقینې بندر، ۸۱۴ تنه د تورخم بندر او پاتې نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي

