د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني، د کاپیسا ولایت د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په یو ورځني سیمینار کې له رسنیو غوښتي، چې د منکراتو له خپرولو ډډه وکړي او په خپلو فعالیتونو کې دیني ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې خبریالان باید ملي یووالی د خپلو فعالیتونو محور وګرځوي، له قومي، سمتي او ژبنیو تعصبونو سره مبارزه وکړي، حقایق په رښتینولۍ منعکس کړي او د دښمنانو توطیې شنډې کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر، پر هېواد د پاکستان د پوځي رژیم وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي: «موږ له بمباریو او سختیو وېره نه لرو، ځکه هغه ځواک مو مات کړی چې تر تاسو په پرمختللې ټکنالوژۍ او عصري وسلو سمبال و.»
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د افغانستان ولس له هېڅ ډول ګواښ نه وېرېږي او ماتې نه مني.
د نوموړي په وینا: «د اسلامي نظام مسؤلان ازاد دي او د آزادۍ په ارزښت او مفهوم ښه پوهېږي.»
بلخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي، په همدې مراسمو کې ویلي، افغان دفاعي ځواکونو په خپلو بریدونو کې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش او د شر او فساد مرکزونه په نښه کړي دي.
نوموړي د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او افغاني فرهنګ پر ساتنې او دفاع ټینګار کړی.
مولوي حیاتالله مهاجر فراهي د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر ملکي وګړو وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي:« ډاډ درکوم، چې اسلامي امارت به د دښمن هېڅ ډول تېری بېځوابه پرېنږدي.»

