ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه او دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې له بحث وروسته د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل او همدارنګه د شپږو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

یاد معاونیت زیاته کړې، د دوه پروژو قراردادونه بیا له دې امله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه د قرارداد اړوند په ټاکل شویو قیمتونو د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو او پرېکړه وشوه چې دغه پروژې دې بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې او ګټونکي شرکتونه دې د محرومیت کمېټې ته معرفي شي.

دغه‌راز دوه پروژې بیا له دې امله بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوې، چې په ازاده داوطلبۍ کې د شرکتونو له لوري وړاندې شوي قیمتونه د پروژو له تخمیني قیمتونو څخه ډېر زیات وو.

همدارنګه د یوې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته لارښونه وشو، چې په شرایطو د برابرو شرکتونو ارزونه دې بیاځلې ترسره او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په وینا؛ په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پنجشیر ولایت د پوهنتون لپاره د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان ولایت د پوهنتون لپاره د طب پوهنځي د ودانۍ جوړول،  له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک اول او دویم فازونو د چارو بشپړول، د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ، د فاریاب ولایت په بندر ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړولو او همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش پروژې شاملې دي.

د یادونې وړ ده، چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.