ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسعود پزشکیان: ايران د امريکا له عام ولس سره هېڅ دښمني نه لري

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا خلکو ته په یو پیغام کې ویلي، چې هېواد یې له نورو ملتونو، په ځانګړي ډول د امریکا له خلکو سره هېڅ دښمني نه لري.

ښاغلي پزشکیان زیاته کړې ده: « ایران د یو ګواښ په توګه انځورول نه له تاریخي واقعیتونو سره سمون لري او نه هم له نننیو عیني واقعیتونو سره.»

د ایران د ولسمشر په وینا، هېواد یې جګړه نه ده پیل کړې او هغه څه چې ایران کړي او کوي یې، یوازې غبرګون او دفاع ده، نه د برید، جګړې او تېري پیل.

نوموړي پر ایران د امریکا بریدونه د بې‌ثباتۍ د پراخېدو، د بشري او اقتصادي لګښتونو د زیاتېدو او د تاوتریخوالي د یوې کړۍ د رامنځته کېدو او د کینې د تخم د شیندلو لامل بللي او ویلي یې دي؛ چې دا لاره د سرګردانۍ او د دوامداره حل لارې ته د نه رسېدو نښه ده.

دغه‌راز مسعود پزشکیان د امریکا له خلکو غوښتي، چې هدفي رسنیزو تبلیغاتو ته پام ونه کړي او د ایران په اړه د حقیقي معلوماتو لټه وکړي.