په جاکارتا کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ په کوربه هېواد کې د اوزبیکستان له سفیر اويبيک اُشونوف سره لیدنه کړې.
په اندونیزیا کې د افغانسان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د سیمهییز اتصال او ټرانزیټ پر ودې خبرې کړې دي.
یاد سفارت زیاته کړې، دغهراز دواړو لوریو د پاکستان فوځي رژيم له لوري پر افغان خاوره د بريدونو په اړه هم خبرې کړي او د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي يې ټینگار کړی دی.
ورته مهال؛ دواړو لوریو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو او همکاریو د لاپراختیا او پياوړتيا هيله څرګنده کړې ده.

