د افغانستان اسلامي امارت پلاوی له پاکستاني لوري سره د رسمي خبرو اترو په موخه چین ته رسېدلی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ويلي، دغه خبرې د چین په غوښتنه او منځګړیتوب په ارومچي ښار کې مخته وړل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، په دغه لړۍ کې به د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو د مؤثر مدیریت په اړه هر اړخیزې او مسوولانه خبرې اترې وکړي.
اسلامي امارت باور لري چې د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ شته موضوعاتو ته عملي او دوامدار حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.

