ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل–جلال‌اباد لویه لار د هر ډول وسایطو پر مخ تړل شوې

ټولګټو وزارت وایي، د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د کابل – جلال اباد لویه لاره د تېرې شپې۰۷:۰۰ بجو راهیسې د هر ډول وسایطو د تګ – راتګ پر مخ تړل شوې.

دغه وزارت وایي، د دې لویې لارې اصلي سړک سطحې ته ډبرې راښویېدلې او لا هم د ډبرو راښویېدلو امکان شته او دغه راز فرعي مسیر د سېلابونو له امله ویجاړ شوی دی.

ټولګټو وزارت له هېوادوالو او موټرچلوونکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لاره له سفر کولو ډډه وکړي.