ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر د کابل–جلال‌اباد لویې لارې د غر ښویېدنې سیمې څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل–جلال‌اباد لویې لارې د تنګي غارو سیمې ته سفر کړی او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه له نږدې لیدنه کړې ده.

د ټولګټو وزارت وایي، په یاده سیمه کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د غر ښویېدنې بهیر لا هم دوام لري، چې له امله یې دغه لویه لاره د هېوادوالو د خوندیتوب په موخه په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د تنګي غارو په سیمه کې د لویې لارې ځینې برخې، فرعي مسیرونه او استحکامي پلونه زیانمن شوي او له سروبې څخه تر لغمان دروازې پورې د سړک پر سطحه لویې او کوچنۍ ډبرې راښویېدلې دي.

دغه‌راز ملا محمد عیسی ثاني اړوندو تخنیکي او عملیاتي ټیمونو ته لارښوونه کړې، چې لازمې ماشینرۍ دې سیمې ته واستوي او د اوبو له کمېدو سره سم دې د لارې د پاکولو او د زیانمنو برخو د ترمیم چارې پیل کړي، څو لاره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

همدارنګه له هېوادوالو غوښتل شوي، چې تر رسمي اعلان پورې دې له یادې لارې تګ راتګ نه کوي او د اړتیا په صورت کې دې د سروبي–تګاب بدیل مسیر وکاروي.

د ټولګټو وزیر په ورته وخت کې ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې، چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال د لارو د پاکولو او د تګ راتګ د اسانتیا لپاره بشپړ چمتووالی ولري.