د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نورالله نوري لغمان ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له ولسونو سره په یوې جوړې شوې غونډه کې ویلي؛ په افغانستان کې نننی امنیت د نړۍ په ډېری هېوادونو کې نشته.
همدارنګه نوموړي د افغانانو یووالي او عقیدوي جوړښت بې ساری بللی او زیاته کړې یې ده؛ په دې خاوره کې بزګر، ملا، عالم او معلم ټول د دې هېواد وګړي دي او هر یو یې د نظام ساتونکی دی.
نوموړي د ولسونه ملاتړ او د خلکو احساساتو ستایلي او په هیواد کې یې د لازیاتو پرمختګونو هیله څرګنده کړې ده.
ښاغلي نوري همداراز ویلي، راځئ واقعیتونه وپېژنو او د پردیو خلکو په تبلیغاتو ونه غولېږو.
ورته مهال ولسي استازو او قومي مخورو غونډې ته ویناوې کړي او د اسلامي امارت اوسنی دریځ یې د ولسونو دریځ یاد کړی دی.
همدرانګه دوی ډاډ څرګند کړی، چې که د هېواد د قلمرو د دفاع اړتیا ورته پیدا شي د اسلامي امارت تر مجاهدینو به یو قدم مخکې سنګر ته درومي.
قومي مشرانو د اسلامي امارت د روانو چارو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې پر هېواد د اشغال په وخت کې یوازې د خپل امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی امر ته په تمه دي.
ورپسې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ نورمحمد حقاني ویلي؛ د پاکستان د پوځي رژیم وروستیو بریدونو دا څرګنده کړې، چې افغانستان داسې مېړني ولسونه لري که اړتیا ورته پیدا شي هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
دغهراز نوموړي په ولسونو غږ کړی، چې فکري او کلتوري یرغلونو ته چمتو اوسي او د محوه کولو لپاره یې کار وکړئ.
د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ نور محمد حقاني، د استخباراتو لوی ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي، د لغمان والي او نورو مسولینو هم ګډون درلود.

