د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر سادین ایلدیز سره په لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان پر کاني سرچینو د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د ترکیې شارژدافیر ویلي، چې د دغه هېواد شرکتونه د افغانستان پر کاني سرچینو، په ځانګړې توګه د سرو زرو پر کانونو، پانګونې ته لېواله دي.
ورته مهال، د کانونو او پټرولیم وزیر د دوی د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د افغانستان د کانونو، په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو زېرمو په برخه کې یې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

