ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ: د ایران د پلونو او برېښناکوټونو د ویجاړولو طرحه په څلورو ساعتونو کې عملي کېدای شي

د امریکا ولسمشر ویلي، چې د ایران د ځینو زیربناوو، په ځانګړې توګه د پلونو او برېښناکوټونو د له منځه وړلو لپاره یو پلان لري، چې د نوموړي په وینا دا اقدام کېدای شي په څلورو ساعتونو کې علمي شي.

د الجزیرې د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې که ایران د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو په اړه تر ټاکلې مودې هوکړه ونه کړي، ښايي دغه اقدام د روانې اوونۍ د چهارشنبې تر نیمې شپې پورې ترسره شي.

د راپور پر بنسټ، واشنګټن تهران ته د امریکا د وخت له مخې د سې شنبې تر ماښام پورې مهلت ورکړی، څو له وړاندیز شويو شرطونو سره موافقه وکړي.