ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: په ایران کې د څه‌باندې ۲۰ زره افغان کډوالو هویت تثبیت شوی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل په موخه د تېر ۱۴۰۴ کال په وروستیو کې په زاهدان او مشهد ښارونو کې د هویت د تثبیت مرکزونه پرانېستل شوي، چې تر اوسه یې د ۲۰ زره او ۷۱ افغان کډوالو هویت تثبیت او اړوند کارتونه یې وېشلي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د تثبیت شویو افغان کډوالو له ډلې د زاهدان ښار مرکز ۹ زره او ۲۵۳ او د مشهد د هویت د تثبیت مرکز ۱۰ زره او ۸۱۸ کسانو ته اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي. 

له بل لوري په تېر ۱۴۰۴ کال کې د هېواد دننه د دوه میلیونه ۴۷۲ زره او ۴۱۰ تنو هویت تثبیت شوی او اړوند خدمتونه ورته وړاندې شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره په وینا، د هویت تثبیت، د هېوادوالو د هویتي اسنادو سکن، ډیجیټل او ارشیف‌کول او د پېژندپاڼو د صحت او جعل په تړاو ټولو امارتي ادارو ته د معلوماتو وړاندې کول د نورو خدمتونو تر څنګ د دې ادارې له مهمو مسوولیتونو څخه دي.