د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې له رییس ملا عبدالصمد صادق سره لیدنه کړې.
د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د کاپیسا د والي مرستیال په یاد ولایت کې د بېلابېلو پراختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندې کړي او په دې برخه کې یې د شته ستونزو یادونه کړې ده.
ورته مهال ملا عبداللطیف منصور ویلي، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د متوازن انکشاف په پام کې نیولو سره هڅه کوي، څو د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ داسې پروژې پلي کړي، چې د خلکو ستونزې حل او د کار زمینې برابرې کړي.

