ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسکو کې د افغانستان سفير د روسيې ــ اسلامي نړۍ ستراتیژیک لیدلوري کلنۍ غونډه کې ګډون کړی

په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د «روسیې–اسلامي نړۍ د ستراتیژیک لیدلوري» کلنۍ غونډه کې ګډون کړی.

مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، ياده غونډه چې د کازان نړیوال اقتصادي فورم د معلوماتو په موخه جوړه شوې وه، د غونډې په څنډه کې ښاغلي حسن د تاتارستان جمهوریت له رییس رستم مینیخانوف سره لیدلي دي.

د یاد سفارت په وینا، په دې ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې او هم د کازان په فورم کې د افغان استازو پر دوامداره گډون ټینگار شوی دی.