د ایران د ملي امنیت عالي شورا د بیان له مخې، امریکا ته د اوربند د هوکړې لپاره یوه لس مادهییزه طرحه وړاندې شوې ده.
د ایران په دې طرحه کې لاندې موارد شامل دي:
۱. د امریکا رسمي ژمنه چې پر ایران به یرغل نه کوي
۲. په هرمز تنګي باندې د ایران د کنټرول دوام
۳. د یورانیمو د غني کولو د حق په رسمیت پېژندل
۴. د امریکا لومړنیو بندیزونو بشپړ لغوه کول
۵. د ثانوي بندیزونو بشپړ لغوه کول
۶. د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټول پرېکړهلیکونه لغوه کول
۷. د د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د حکامو شورا ټول پرېکړهلیکونه لغوه کول
۸. ایران ته د تاوان (غرامت) ورکول
۹. له سیمې څخه د امریکا د پوځي ځواکونو وتل
۱۰. په ټولو سیمو کې اوربند، په ځانګړي ډول د لبنان اسلامي مقاومت پر ضد د بریدونو بندېدل
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه شرطونه د خبرو اترو د بنسټ په توګه منلي او له خپلو ګواښونو څخه په شاه شوی دی.

