ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: کندهار کې تېرکال څه‌باندې ۱۶۵ زره پیژندپاڼې وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۴ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۶۵ زره او ۶۴۱ کسانو ته د تابعیت پیژندپاڼې وېشلې دي، چې له ډلې یې ۱۳۲ زره او ۳۵۶ برېښنایي او ۳۳ زره او ۲۸۵ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې همدارنګه ۱۷۲۰ کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت (۲۵۵ زېږون کارتونه او ۱۴۶۵ د مړینې پارچې) خدمتونه او ۱۱ زره او ۱۶۴ کسانو ته د کاغذي پیژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي ریاض‌الله حقاني وايي؛ چې په دې ولایت کې د اسان خدمت مرکز سربېره د برېښنایي پیژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي او د اسان خدمت مرکز په ګډون درې وېش څانګې په کندهار ښار او یوه وېش څانګه په سپین بولدک ولسوالۍ کې موقعیت لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په لومړۍ وېش څانګه او اسان خدمت مرکز کې تر وېش وروسته (د مثنی پیژندپاڼې وېش، د پیژندپاڼې نوې‌کول او اصلاح او د زېږونونو او ودونو ثبت) خدمتونه هم نارینه او ښځینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په احصايوي برخه کې له ۱۱۷۳ معیاري فورمو څخه په ګټه‌اخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او همدارنګه له بازار څخه د ۳۱۱ قلمه خوراکي توکو بیې هم راټولې کړي دي.

 پر دې سربېره، په دامان، میوند او پنجوايي ولسوالیو کې د پنبې او په کندهار ښار او ولسوالیو کې د افغانستان روغتیا سروې‌ د کورنیو لېست اخیستنه هم ترسره شوې.