ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت د وزیرانو شورا اوولسمه ناسته ترسره شوه

د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت د وزیرانو شورا اوولسمه ناسته  ترسره شوه.

ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې ناسته کې د مهمو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو په اړه خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د وزیرانو شورا یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له هر اړخيز بحث او حل وروسته د خیر په دعاسره پای ته ورسېده.