ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د معیار او کیفیت ادارې یوه محموله بې‌کیفیته ودانیز توکي بېرته وګرځول

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه د اسلام‌کلا بندر له لارې شاوخوا ۲۷  ټنه بې کیفیته نبشي ډوله اوسپنه، چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، مسترد کړې.

د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده.

یادې ادارې زیاته کړې، د بې‌کیفیته او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردېدو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.

د معیار او کیفیت اداره له ټولو سوداګرو او واردوونکو څخه غواړي، چې کورني معیارونه په جدي توګه په پام کې ونیسي او د یو باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل دیني مسوولیت ادا کړي.