ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شبرغان ـ الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي د پاتې چارو پر بشپړېدو ټینګار شوی

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د «افغان انویست» شرکت له رییس شیرباز کمین‌زاده سره کتلي.

برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د شبرغان– الوان دښتې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي د پاتې کارونو پر بشپړولو ټینګار شوی دی.

د یاد شرکت په وینا، ښاغلي همکار په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان برېښنا شرکت به د دې پروژې د پلي کېدو لپاره خپله همکاري روانه وساتي.

له بلې خوا، شیرباز کمین‌زاده هم ډاډ څرګند کړی، چې د دې پروژې پاتې چارې به په چټکتیا بشپړې شي او ژمنه یې کړې، چې د پروژې ټول کارونه به د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې پر مخ یووړل شي.