په قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست محمد سهیل شاهین په دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ دفتر د تحلیل او پوهاوي مرکز له رییس داود المصري سره لیدلي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د ماشومانو خوندیتوب، شته ننګونو او په دې برخه کې د اسلامي امارت د موجوده اقداماتو په اړه خبرې کړي دي.

