ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

د ۲۰۲۶ کال لپاره د ګوزڼ ضد واکسین لومړنی ملي کمپاین په افغانستان کې د روغتیايي چارواکو او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ پیل شو.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د دې پروګرام پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې عامې روغتیايي وزارت ژمن دی څو د ګوزڼ ویروس د خپرېدو مخه ونیسي او تر بشپړې له منځه وړلو پورې روغتیايي خدماتو ته دوام ورکړي.

دغه‌راز نوموړي له علماوو، قومي مشرانو او والدینو وغوښتل چې د واکسین له ټیمونو ملاتړ وکړي.

د عامې روغتیا وزرات وایي، چې دغه کمپاین د اپرېل له ۱۳مې تر ۱۶مې پورې د هېواد په ټولو زونونو کې عملي کېږي او موخه یې په ماشومانو کې د ګوزڼ له ناروغۍ سره مبارزه ده.

همدارنګه، د دې کمپاین پر مهال به د ۶ تر ۵۹ میاشتو ماشومانو ته ویټامین A هم ورکړل شي، چې د معافیت سیستم په پیاوړتیا او د سترګو او پوستکي په روغتیا کې مهم رول لري.

همدارنګه یو شمېر ډاکتران هم دا کمپاین حیاتي بولي او ټینګار کوي، چې د ګوزن ضد واکسین د ماشومانو د دایمي فلج د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره ده او د دې ډول پروګرامونو دوام کولی شي افغانستان د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو موخې ته نږدې کړي.

ورته مهال ځینې هېوادوال هم د دې کمپاین هرکلی کوي او دا د ماشومانو د سالم راتلونکي لپاره یو مهم ګام بولي.

افغانستان له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې لا هم په کې د ګوزن ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی، خو د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ او د واکسین منظم کمپاینونه د دې ناروغۍ د له منځه وړلو هیله پیاوړې کړې ده

د یادونې وړ ده، چې د سړې هوا له امله، په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د کمپاین پلي کول ځنډېدلي او په غور ولایت کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.