د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د فراه ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په تېر۱۴۰۴ کال کې په ټولیز ډول ۱۰۱ زره او ۵۴۰ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي، چې په دې خدمتونو کې د ۵۱ زره او ۹۵۳ برېښنایي پېژندپاڼو ، ۳۱ زره او ۸۲۲ نویو کاغذي پېژندپاڼو ، ۷ زره او ۳۴۳ مثنی پېژندپاڼو ، ۶۶۱ زېږون کارتونو او ۸۵۹ د مړینې پارچو وېش او همدارنګه ۸ زره او ۹۰۲ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.
همدارنګه د فراه ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي مثنی بلوچ ویلي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي او هره ورځ ښځینه او نارینه مراجعینو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
له بل لوري یاد ریاست په احصايوي برخه کې له ۶۱۶ معیاري فورمو څخه په ګټهاخیستو د اجتماعي او اقتصادي ارقامو او معلوماتو پر راټولولو سربېره، له بازار څخه د ۳۰۴ قلمه بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټولې کړې دي. همدارنګه تېر کال په دې ولایت کې د خوړو خوندیتوب سروې هم شوې ده.

