ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنیت ټینګښت او د خلکو خدمت د اسلامي امارت اساسي دنده ده

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې د دایکندي والي د یاد ولایت د اقتصادي، ټولنیز، سیمه‌ییزې حکومتولۍ او د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت ترڅنګ د سیمه‌ییزو ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

مولوي تورجان ویلي، د اسلامي امارت مسوولین په یاد ولایت کې د امنیت د ټینګښت، د خدماتو د وړاندې کولو او په ځانګړي ډول د راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره پرله‌پسې هڅې کوي.

نوموړي دغه‌راز د ښوونې او روزنې، روغتیا او پراختیایي برخو کې د خلکو غوښتنې شریکې کړې او د اړوندو مسوولینو څخه یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې، مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د امنیت ټینګښت او د خلکو خدمت د اسلامي امارت له اساسي ژمنتیاوو څخه دي او سیمه‌ییز مسوولین باید په ځانګړي ډول د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره جدي هڅې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دایکندي د خلکو غوښتنو ته به اړوندې ادارې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسېدنه وکړي.