د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د بامیانو ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۴ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۲۱ زره او ۹۰۳ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې، چې ۱۴ زره او ۵۶۵ برېښنایي او ۷ زره او ۳۳۸ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
همدارنګه ۵۸۸ کسانو ته د ژوند پېښو (۹۲ زېږون کارتونه او ۴۹۶ د مړینې پارچې) ثبت خدمتونو تر څنګ ۲ زره او ۳۹۲ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د بامیانو ولايت د احصايې او معلوماتو رییس خیرالله مبارز وايي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده چې د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، نوېکول، د کارت پر مخ اصلاحات، د زېږونونو، ودونو او د کورنیو د پاتې غړو ثبت) خدمتونه هم نارینه او ښځینه غوښتونکو ته وړاندې کېږي.
له بل لوري یاد ریاست په احصايوي برخه کې له ۱۹۲ معیاري فورمو څخه په ګټهاخیستو اجتماعي او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي.
همدارنګه له بازار څخه یې د ۳۱۵ بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم راټولې کړې دي. د دې ترڅنګ تېرکال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروېګانو لکه د خوړو خوندیتوب سروې او ادرسموندنې سروې تطبیقول د دې ریاست د نورو احصایوي فعالیتونو له ډلې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په ولایتونو او ولسوالیو کې د خپلو خدمتي مرکزونو او ولایتي دفترونو له لارې د برېښنایي او کاغذي تذکرو، د ژوند پېښو د ثبت اړوند او نور احصاییوي خدمتونه هېوادوالو ته وړاندې کوي.

