ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د دایکندي له والي سره په لیدنه کې د راستنېدونکو پر ستونزو خبرې وکړې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان سره لیدنه وکړه.

د کډوالو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې په دایکندي کې د راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو او ورته د رسېدنې په اړه خبرې شوې دي.

مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت شوي او له یو شمېر سره یې د اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو له لوري اړینې مرستې هم شوې دي.

نوموړي همداراز د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې پر مهال د بېوزلو کډوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې کډوالو ته د ځانګړي ښارګوټي ځینې چارې پرمخ تللې او تمه ده پاتې کارونه یې هم بشپړ شي.

د ناستې پر دوام، د دایکندي والي د کډوالو چارو د امریت اړوند یو شمېر وړاندیزونه هم د یاد وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

په همدې حال کې، مولوي عبدالکبیر د دایکندي والي ته ښه راغلاست ووایه او د راستنېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې یې د مسوولینو هڅې وستایلې.

نوموړي وړاندې شوي وړاندیزونه مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې پر یادو موضوعاتو به غور وکړي او د حل لپاره به اړین اقدامات ترسره کړي.

مولوي عبدالکبیر همدا راز ټینګار وکړ، چې د دایکندي د کډوالو چارو د امریت وړاندیزونه به په خپل کاري پلان کې شامل کړي.