ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېرکال بادغیس کې نږدې ۶۷ زره د تابعیت پېژندپاڼې وېشل شوي

احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۴ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۶۶ زره او ۸۴۲ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۳۵ زره او ۳۳۰ برېښنایي او ۳۱ زره او ۵۱۲ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

همدارنګه ۷۸۸ کسانو ته د ژوند پېښو (۱۴۶ زېږون کارتونه او ۶۴۲ د مړینې پارچې) د ثبت خدمتونه او ۲ زره او ۵۸۱ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو رئیس ملا ضیاءالدین بختیار وايي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي او په دې وېش څانګو کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، نوې‌کول، اصلاحات، د زېږونونو، ودونو او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) خدمتونه هم نارینه او ښځینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په احصايوي برخه کې له ۲۸۴ معیاري فورمو څخه په ګټه‌اخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او همدارنګه له بازار څخه د ۲۹۰ قلمه خوراکي او ناخوراکي توکو بیې هم راټولې کړي دي. پر دې سربېره، تېر کال د ادرس‌موندنې او د خوړو خوندیتوب سروې‌ګانو تطبیق هم د دې ریاست د احصایوي برخو د نورو فعالیتونو له ډلې دي.