ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر ملا عبدالواسع او د قزاقستان سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف سره لیدنه وکړه.


د لیدنې په پیل کې، د قزاقستان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د ښو او تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، د دویم کور په توګه له افغانستان سره د خپل هېواد د اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، دا مهال د افغانستان او قزاقستان سوداګري په کال کې شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي او هېواد یې غواړي دغه کچه د پانګونې او سوداګرۍ پراختیا له لارې شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

 د قزاقستان سفیر د افغانستان د کانونو په برخه کې د خپل هېواد پانګونې ته تیاری وښود او زیاته یې کړه، په دې اړه یې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر سره مثبت بحثونه ترسره کړي دي.

همدارنګه  ګازیز اکباسوف د تورغونډۍ ـ هرات ـ کندهار ـ سپین بولدک رېل پټلۍ په برخه کې هم د خپل هیواد پانګونې ته لېوالتیا وښوده او وې ویل، هېواد یې د رېل پټلۍ په دې پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته بشپړ تیاری لري او یادو د پروژو اړوند پرمختګونه یې مهم وبلل.

نوموړي زیاته کړه، د اقتصادي شریک په توګه د دوی حکومت افغانستان ته د تېلو او د درملو صادرولو ته اجازه ورکړې او دغه اقدام به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اوسنۍ سوداګري لا زیاته پراخه کړي.

ورپسې د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د قزاقستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا لپاره د نوموړي هڅې وستایلې.

 ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د اقتصادي فعالیتونو پراختیا او پانګونې ته ښه زمینه برابره کړې او اسلامي امارت له دې فرصت څخه په استفادې د افغانستان ځان‌بسیاینې ته د مهم لومړیتوب په سترګه ګوري.

 د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس په پای کې ډاډ ورکړ، چې ټول مطرح شوي موضوعات به د مطلوبو نتایجو لپاره تعقیب کړل شی.