اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ښایي ایران او امریکا د دوه اونیو اوربند له پای ته رسېدو وړاندې د خبرو اترو دویم پړاو ترسره کړي.
د راپور له مخې، تراوسه د دې پړاو خبرو کره وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، خو ښایي اسلاماباد او یا جینوا د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ د دغو خبرو کوربتوب وکړي.

