د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د جوزجان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره لیدنه او خبرې کړې دي.
ملا نورالله نوري په دې لیدنه کې ویلي، چې د یوه ښه او باثباته نظام بنسټ د ټولنیز عدالت تأمین او د عادلانه خدماتو وړاندې کول دي.
نوموړي زیاته کړې، چې هر ډول قومي توپیرونه او تعصبي چلندونه، چې له شخصي ګټو سره مل وي، د نظام او حکومت د کمزورتیا لامل ګرځي.
د هغه په وینا، اوس وخت رارسېدلی چې هر مسوول خپله دنده درک کړي او د ملي ګټو او د افغانانو د سوکالۍ لپاره، له هر ډول قومي توپیر پرته، لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي نوري ټینګار کړی، چې افغانستان نن تر بل هر وخت زیات د یو بل منلو ته اړتیا لري.
بلخوا، د جوزجان والي ویلي، چې په دې ولایت کې ټول قومونه په ورورولۍ سره یو ځای ژوند کوي او سیمهییزه اداره ټولو قومونو ته یو شان خدمات وړاندې کوي.

