احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د میدان وردګو ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۴ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۳۴ زره او ۸۷۱ هېوادوالو ته د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي، چې په دې وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۹ زره او ۶۰۴ برېښنایي او ۹ زره او ۱۸۵ کاغذي پېژندپاڼو وېش او همدارنګه ۱۲۵۴ کسانو ته د ژوند پېښو (۱۲۹ زېږون کارتونه او ۱۱۲۵ د مړینې پارچې) او ۴ زره او ۸۲۸ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د میدان وردګو ولايت د احصايې او معلوماتو رییس انارګل محمدي وايي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي، چې یوه په مرکز میدانښار او پاتې دوې نورې یې په سیدآباد او جغتو ولسوالیو موقعیت کې لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د میدان ښار او جغتو ولسوالۍ په وېش څانګو کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته (د پېژندپاڼې نوېکول، اصلاحات، د زېږونونو، ودونو، طلاق او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) خدمتونه هم مراجعینو ته وړاندې کېږي.

