ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال په سرپل کې څه‌باندې ۴۸ زره د تابعیت پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۴ کال کې ۴۸ زره او ۲۳ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۲۵ زره برېښنایي او ۲۳ زره او ۲۳ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

یاده اداره زیاتوي، چې همدارنګه ۹۴۵ کسانو ته د ژوند پېښو (۴۳۲ زېږون کارتونه، ۴۱۳ د مړینې پارچې، ۳۳ د ودونو او ۶۷ د طلاق ثبت) خدمتونه او ۴ زره او ۸۱۱ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

ورته مهال د سرپل ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مفتي حمیدالله لبیب وايي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو په یوازینۍ وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼې وېش، نوې‌کول، اصلاحات، د زېږونونو، ودونو او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) خدمتونه هم مراجعینو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په احصايوي برخه کې له معیاري فورمو څخه په ګټه‌اخیستو ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او همدارنګه د بېلابېلو خوراکي او ناخوراکي توکو بیې یې هم له بازار څخه راټولې کړي دي.

 پر دې سربېره، تېر کال په دې ولایت کې د ادرس‌موندنې او د خوړو خوندیتوب سروې‌ګانو تطبیق د دې ریاست د نورو احصایوي فعالیتونو له ډلې دي.