ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د افغانستان اسلامي امارت له لوري د غزې ولس سره ۵۳۰ ټنه مرسته د مصر د رفح بندر له لارې غزې ته ورسېده.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس حافظ ضیا‌ء احمد تکل وايي، د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام په حکم دغه مرستې مصر ته د اسلامي امارت د لیږل شوي پلاوي له لوري د رفح بندر له لارې غزې ته رسېدلي دي.

د ښاغلي تکل په وینا، په يادو مرستو کې خوراکي توکي، البسه او نور اړین توکي شامل دي، چې شاوخوا ۲۲ زره کورنيو ته به ووېشل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو اړخونو غوښتي، چې د غزې د اوربند د ټینګښت لپاره جدي او معنا لرونکې هڅې وکړي.

یاد وزارت یو ځل بیا د فلسطین د قضیې په اړه د اسلامي امارت اصولي دریځ تکرار کړی او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین مسئله باید د تاریخي واقعیتونو او د فلسطیني ولس د مشروع حقونو په رڼا کې حل شي.