ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عطاءالله عمري له اوزبیکستاني پلاوي سره د کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په کابل کې د اوزبیکستان د کرنې وزارت له مرستیال ابدذکروف جمشید او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، ترویج، د محصلانو د روزنې او په یادو برخو کې د پانګونې د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

اوزبیکستاني پلاوي په دې ناسته کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، لکه کابل، ننګرهار، کندهار، فاریاب، جوزجان، بلخ، کندز او تخار کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د ترویج، جوارو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

ورته مهال مولوي عطاءالله عمري د پلاوي هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ښو اړیکو خوښي څرګنده کړه او همداراز یې د کرنې په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.

 نوموړي د مالدارۍ فارمونو جوړولو، د عصري کرنې ترویج، د بزګرانو روزنې او د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي اهمیت یاد کړ.

همدارنګه، مولوي نورالدین عمیر په جلا لیدنه کې د افغانستان اړتیاوې شریکې کړې او د مالدارۍ، کب روزنې، شاتو مچیو روزنې او د څېړنیزو تجربو د تبادلې په برخو کې یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

بلخوا، د اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستیال ابدذکروف جمشید د کرنیزو لابراتوارونو جوړولو، د ۱۰۰ هکتاره بڼونو احداث، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د کارکوونکو او زده‌کړیالانو روزنه، د چرګانو روزنې پراختیا او د عصري ټکنالوژیو د ترویج په برخو کې د همکارۍ وړاندیزونه وړاندې کړل.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د افغانستان کرنیز صادرات زیات شوي او د اوزبیکستان خلک د دغو محصولاتو د کیفیت له امله ځانګړې لېوالتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې اوزبیکستاني پلاوي د کرنې وزارت د مرستیال په مشرۍ افغانستان ته راغلی او دواړو لوریو د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.