ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د ۷۰ کلنې دښمنۍ پای؛ د شمل‌خېلو سیمه کې روغه جوړه وشوه

د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند شمل‌خېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۷۰ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغه جوړه د یاد ولایت د اړوند ریاست په همغږۍ، د ولسوالۍ د استازو او قومي مصلحینو د پرله‌پسې هڅو په پایله کې ترسره شوې ده.

یاده دښمني چې نږدې اویا کاله یې دوام درلود، له دواړو لوریو په کې یو ـ یو تن وژل شوی و او ترمنځ یې لا هم ستونزې وې، خو د مسولینو له لوري يې ترمنځ روغه جوړه وشوه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي میا محمد ولي صدیقي ویلي، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په دغه ولایت کې د شخړو د حل لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا په خوست کې ۱۰۵مه شخړه ده، چې د سولې له لارې حل شوه.