د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوي، چې مشري یې د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کیفیت د تضمین له یوه څېړنیز مرکز څخه لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یاد پلاوي د دې لیدنې پر مهال په یوه تخنیکي ناسته کې ګډون کړی، چې پکې د کیفیت د کنټرول سیستمونه، د خوړو خوندیتوب او د کرنیزو محصولاتو معیاري کول په هر اړخیز ډول ارزول شوي دي.
دغهراز د یاد مرکز چارواکو خپلې چارې د پرمختللو لابراتواري تجهیزاتو او نړۍوالو معیارونو پر بنسټ تشریح کړي او د خوړو د کیفیت او خوندیتوب په تضمین کې یې د دغه مرکز رول مهم بللی دی.
د تخنیکي ارزونو له مخې، په دې مرکز کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو تحلیل د فزیکي، کیمیاوي او مایکروبیولوژیکي طریقو له لارې ترسره کېږي او د پاتې شونو د تشخیص لپاره له پرمختللو سیستمونو لکه «HPLC» او «GC» څخه کار اخیستل کېږي.
همداراز، په یاد مرکز کې د کیفیت د تضمین لپاره د «ISO» معیارونه او نړۍوال اصول لکه Codex Alimentarius پلي کېږي، چې د صادراتي محصولاتو د نړیوال منلو لپاره بنسټیز اهمیت لري.
همدارنګه په ناسته کې دواړو لوریو د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د کیفیت د کنټرول سیستمونو د پیاوړتیا او د لابراتواري ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
ورته مهال د صادراتو د پراختیا لپاره د معیاري تصدیق سیستمونو پر پلي کېدو او د مسلکي کارکوونکو پر روزنې ټینګار شوی او روسي لوري د لا زیاتو همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

