په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د مرکزي بانک د لومړي مرستیال ولادیمیر چیستیخین سره لیدنه کړې.
په روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
دغه راز په دې لیدنه کې افغان سفیر د بانکي سکتور د پرمختګ، تخنیکي همکاریو او مسلکي روزنې د پیاوړتیا هيله څرګنده کړې او د مستقیمو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو، د پیسو د لېږد بهیر پر اسانتیا او چټکتیا، او همداراز سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو یې ټینګار کړی دی.
ورته مهال؛ روسي لوري د بانکي سیستم د پیاوړتیا او اړوند اسانتیاوو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

