ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي نظام تحکیم او ښه حکومتولي د مجاهدینو له هڅو سره تړلې ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت له والي داملا محمد شعیب رسالت او یو شمېر علماوو، مشایخ کرامو او مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې داملا محمد شعیب رسالت د سمنګان ولایت د مسولینو د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د دې ولایت مجاهدین او مسولین د خلکو د هوساینې او خدمت لپاره تل هڅې کوي.

همداراز علماوو او مشایخ کرامو د مواصلاتي لارو، په لېرې پرتو سیمو کې د مدرسو، ښوونځیو او روغتونونو د جوړولو او د پراختیایي پروژو په تطبیق کې د سمنګانو ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې او دغو برخو ته یې د اسلامي امارت د مسولینو د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سمنګانو ولایت د مسولینو فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې ستایلې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اسلامي نظام تحکیم، ښه حکومتولي او ولسونو ته رغنده خدمات وړاندې کول د مجاهدینو او مسولینو له هڅو او سرښندنو سره مسقیمه اړیکه لري او اړینه ده چې په دې برخه کې لازیاتې هڅې وشي.

دغه‌راز نوموړي د دوی وړاندیزونو ته په اشارې زیاته کړې، اسلامي امارت به شته امکاناتو په پام، دې برخې ته رسېدنه او اړین اقدامات وکړي.